د کوز سویلي وزیرستان د واڼې تحصیل د غواخواه په سیمه کی ډرون برید شوی دی، چې پکې د یوې کورنۍ درې کسان وژلی شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. ځايي پولیسو او د سیمي خلکو شال نیوز ته ویلي چې برید د مې په ۶مه، ماښام وخت کې د یو ځایي کس ،صادی ګل بیاخېل، په کور شوی دی.
د پولیسو په وینا، په وژل شوو کسانو کی میاحسین، سنایا او سورین شامل دي، چې درې واړه د صدام حسین زامن وو. په ژوبلو کی بي بي د صادی ګل او نادیه د صدام حسین لور شامل دي، چې د درملنې لپاره ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون وانا ته رسول شوي دي.
ځايي سرچیني وایي چې د غرمې راهیسي د غواخواه په سیمه کی د بارودو نه ډک یو ګاډی د ډرون د لارې په نښہ کولو هڅې روانې وې، خو تر اوسه ددی پخلی نہ دی شوی چې اصل هدف هم هغه ګاډی وو او که نه.
د سیمي خلک دا هم وایي چې د بارودود ډک ګاډي د موجودګۍ له وېرې نزدې کورونه د احتیاط په توګه خالي کړی شوي وو او په سیمه کی لا هم سخته ویره خوره ده. د خلکو په وینا، په سیمه کی د ډرون الوتنې او امنیتي کاروایانې دوام لري.
د وژل شوي کور د حالاتو په اړه ځايي خلکو ویلي، چې صادی ګل د وزیر قام سره تعلق لري، نه ورور لري او نه خور، او په ډېر غربت کې ژوند تېروي. د سیمي خلکو د پېښې د پلټنو او د ملکي خلکو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

ظفر وزير