د زړه ناروغۍ خطر کمولو لپاره څه وکړو؟په خیبر پښتونخوا کې د زړه نړیواله ورځ د زړه د ناروغیو د مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره ولمانځل شوه.ډاکټران وایي چې د سینې درد، ساه لنډۍ او غیر معمولي ستړیا باید له پامه ونه غورځول شي.متوازن خواړه، منظم ورزش، روغتیايي معاینات او له سګرټو ډډه کول د زړه د روغتیا لپاره مهم دي. راپور: بي ارشد