د تاجکستان حکومت په یو ناڅاپي اقدام کې د سلګونو هغو افغان کډوالو په زوره ایستل پېل کړي دي، چې په دغه هېواد کې یې د پناه اخیستو په هیله ژوند کاوه. د تازه جزییاتو له مخې، یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه ۲۵۰ افغان کډوال د تاجکستان له شمالي برخو څخه په زوره ایستل شوي او بېرته افغانستان ته سپارل شوي دي.

 

دا لړۍ د ،مې په ۴مه نېټه، وروسته له هغه خورا تېزه شوه چې د تاجکستان په سغد ولایت کې یوه مېرمن ووژل شوه. تاجک چارواکو ادعا وکړه چې په دې پېښه کې یو افغان وګړی لاس لري. که څه هم دا تور لا په محکمه کې ثابت شوی نه و، خو امنیتي ځواکونو سمدستي په جبار رسولوف ولسوالۍ کې د افغانانو پر کورونو چاپې ووهلې.

 

عیني شاهدان وايي چې پولیسو حتی ښځو او ماشومانو ته اجازه ورنکړه چې خپل لومړني توکي له ځان سره واخلي او په ډله ییزه توګه یې له پولې واړول. تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په ایستل شویو کسانو کې داسې کورنۍ هم شاملې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این ايچ سي آر قانوني کارتونه یې لرل.

 

د شمېرو له مخې، په تېر کال کې ټولټال ۱۲۸۸ افغانان له تاجکستانه ایستل شوي، چې له ډلې یې ۱۱۵۲ کسانو د ملګرو ملتونو له دغې ادارې څخه رسمي پناه غوښتنه کړې وه او اسناد یې لرل. دا په ډاګه کوي چې اوسمهال په تاجکستان کې هیڅ افغان کډوال خپل ځان خوندي نه احساسوي.

 

په پلازمېنه دوشنبه کې یو تن افغان کډوال، چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، شال نیوز ته وویل: "موږ دلته د جنګ او مرګ له وېرې پناه راوړې وه، خو اوس دلته هم هره شېبه د پولیسو له چاپو وېرېږو. پولیس سړکونو ته راوتلي، هر افغان چې ویني، پرته له پوښتنې یې نیسي. ډېری ملګري مو چې په ټکسي چلوونې یې ګوزاره کوله، اوس په کورونو کې پټ دي او د خپلو ماشومانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو جرات هم نه لري."

 

د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د تاجکستان دا اقدام د کډوالو د نړیوال کنوانسیون ښکاره سرغړونه ده. د دغه قانون له مخې، هیڅ هېواد حق نه لري چې یو کډوال په زوره داسې هېواد ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي. خو تاجک چارواکي دا اقدامات د ملي امنیت لپاره ضروري بولي او د نړیوالو غوښتنو ته یې چندان پام نه دی کړی.

 

اوسمهال په تاجکستان کې میشت زرګونه افغانان له یو ناڅرګند او تور برخلیک سره مخ دي. هغوی له یوې خوا په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله بېرته تګ ته زړه نه ښه کوي او له بلې خوا په تاجکستان کې د نیول کېدو او په زوره د شړل کېدو وېرې د دوي ژوند تریخ کړی دی. د چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه پر تاجکستان فشار رانه وړي، دا بشري ناورین به نور هم پراخ شي.