پیرس (شال نیوز) : د فرانسې په یو شمېر ښارونو کي د ښوونځیو زده‌کوونکو د تعلیمي وضعیت، د ښوونکو د کمښت، په ټولګیو کي د ګڼې ګوڼې او د اسانتیاوو د نشتوالي پر ضد احتجاجونه کړي دي.

 

په شمالي ښار لیل کي د «اېمه سېزر» ښوونځي زده‌کوونکي د یوې اتحادیې په بلنه راټول شوي وو. احتجاج کوونکو ویلي، د ښوونځیو بودجه د اړتیا په اندازه نه ده او د ښوونکو او نورو کارکوونکو کمښت یې پر زده‌کړو اغېز کړی دی.

 

زده‌کوونکي وايي، په ځینو ښوونځیو کي ټولګي له حده زیات ډک دي او د ناروغو یا ټپي زده‌کوونکو د پاملرنې لپاره کافي نرسان او نور روغتیايي کارکوونکي نشته.

 

د فرانسې په نورو سیمو کي هم ځینو زده‌کوونکو د ښوونځیو د دروازو په تړلو او مخې ته په راټولېدو احتجاج کړی دی. په ځینو ځایونو کي ښوونکو هم د زده‌کوونکو د غوښتنو ملاتړ کړی دی.

 

د راپورونو له مخې، په ځینو احتجاجونو کي د پولیسو او زده‌کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی دی. پولیسو د خلکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او یو شمېر احتجاج کوونکي یې نیولي دي.

 

تر اوسه د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی څرګند شوی او دا هم نه ده روښانه چې پر نیول شویو کسانو کوم تورونه لګول شوي دي.

 

احتجاج کوونکي له حکومت څخه غواړي چې ښوونځیو ته زیاته بودجه ورکړي، نوي ښوونکي او نور اړین کارکوونکي وګوماري او په هغو ښوونځیو کي اسانتیاوې زیاتې کړي چې زده‌کوونکي یې د خراب وضعیت شکایت کوي.

 

د فرانسې حکومت د دغو تازه احتجاجونو د ټولو غوښتنو په اړه تر اوسه کومه یوه ګډه مفصله اعلامیه نه ده خپره کړې.