بغداد (شال نیوز) : له عراقه د امریکا او د نړیوال ائتلاف د پاتې ځواکونو وتل روان دي او ټاکل شوې چې د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې تر پایه بشپړ شي.

 

دا به په عراق کې د امریکا د پوځي حضور هغه پړاو پای ته ورسوي چې په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د حکومت د نسکورولو لپاره د امریکا په مشرۍ له یرغل سره پیل شوی و.

 

واشنګټن او بغداد په ۲۰۲۴ کال کې په عراق کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځي ماموریت د پای ته رسولو پر پلان موافقه کړې وه.

 

د عراق د «اسلامي مقاومت» یوه قوماندان ابو مجتبی الیاسري د امریکايي ځواکونو وتل د عراق د مقاومت ډلو «تاریخي بریا» بللې او ویلي یې دي چې د سپټمبر ۳۰مه به د عراق په تاریخ کې د یوه پړاو د پای په توګه ونمانځل شي.

 

دا د الیاسري دریځ دی. د عراق حکومت بیا ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له امریکا او د نړیوال ائتلاف له غړو هېوادونو سره امنیتي اړیکې په دوه اړخیزه بڼه دوام وکړي.