کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي او د رېلوې وفاقي وزیر حنیف عباسي په کوټه کې د جناح پېپلز ټرېن سروس پرانیسته وکړه. د پرانیستې په مراسمو کې صوبايي وزیرانو، د صوبايي اسمبلۍ غړو او یو شمېر نورو مهمو شخصیاتو ګډون وکړ.


په کوټه کې د جناح پېپلز ټرېن سروس پیل په بلوچستان کې د عامو خلکو لپاره د سفري اسانتیاوو د ښه والي په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.

 

د رېلوې وفاقي وزیر حنیف عباسي وویل، رېلوې د کومې یوې سیاسي ډلې یا صوبې اداره نه ده، بلکې د ټول پاکستان اداره ده. نوموړي وویل، په بلوچستان کې به د رېلوې نظام لا ښه کېږي او په راتلونکي کې به نورې ټرېن سروسونه هم پیل شي.

 

جناح پېپلز ټرېن به د سریاب او کچلاک ترمنځ تګ راتګ کوي، چې په دې روټ کې اووه سټېشنونه شامل دي. په دغو کې کچلاک، بلیلي، شیخ مانده، جي او آر، کوټه، لوڑ کاریز او سریاب شامل دي.

 

د چارواکو په وینا، پر دې منصوبه شاوخوا درې اربه روپۍ لګښت راغلی دی. ټرېن له دوو اېئرکنډېشنډ کوچونو او یوې پاور وېن څخه جوړ دی، چې د ۱۹۸ مسافرو د ناستې او ۶۰ مسافرو د ولاړ سفر کولو ګنجایش لري. د ټرېن کرایه له ۵۰ تر ۱۰۰ روپیو ټاکلو وړاندیز شوی دی.

 

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي وویل، جناح پېپلز ټرېن به د کوټې عامو خلکو ته د ارزانه سفر اسانتیاوې برابرې کړي. د نوموړي په وینا، تر راتلونکي کال پورې به د ټرېنونو شمېر له یوه څخه دوه ته لوړ کړل شي، په داسې حال کې چې په راتلونکي کې د دې سروس د بوستان څخه تر مستونګ پورې د غځولو پلان هم شته.

 

اعلا وزیر  وویل، معلولینو، سینئر سېټیزنانو او مشرانو لپاره په جناح پېپلز ټرېن کې سفر وړیا وي. چارواکي وايي، په راتلونکي کې به د جناح پېپلز ټرېن سروس د بلوچستان نورو سیمو ته هم وغځول شي، چې له امله به یې خلکو ته په لږه کرایه کې د غوره سفري اسانتیاوو زمینه برابره شي.