کوټه (شال نیوز) : د رېلوې وفاقي وزیر حنیف عباسي د کوټې په چیف منسټر سیکرټریټ کې د بلوچستان له اعلا وزیر میر سرفراز بګټي سره ملاقات کړی دی. د ملاقات پر مهال په بلوچستان کې د لومړۍ مېټرو ټرېن سروس د پیل ترڅنګ د عامه ترانسپورټ او سفري اسانتیاوو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

 

وفاقي وزیر حنیف عباسي په بلوچستان کې د لومړۍ مېټرو ټرېن سروس د پیل له امله اعلا وزیر میر سرفراز بګټي ته مبارکي ورکړه. حنیف عباسي وویل، بلوچستان د مېټرو ټرېن سروس د پیل په برخه کې د هېواد له نورو صوبو څخه مخکې شوی دی او د بلوچستان حکومت د کمټمنټ او د ولس د اسانتیا لپاره د دغه پروژې ستاینه کوو.

 

بلخوا د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د مېټرو ټرېن سروس په پیل کې د رېلویز وزارت د همکارۍ مننه وکړه. اعلا وزیر وویل، جناح مېټرو ټرېن سروس په بلوچستان کې د عصري او باوري سفري اسانتیاوو د نوي پړاو پیل دی.

 

میر سرفراز بګټي زیاته کړه چې الحمدلله په بلوچستان کې د ولس د سفري اسانتیاوو د پراختیا یو مهمه پروژه بشپړه شوې ده.