کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د ښځینه پارلماني کاکس په کوربتوب د نړیوال خوراکي پروګرام پاکستان سره د غذایي خوندیتوب، ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او د ښځو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې په اړه د لوړې کچې ستراتیژیکه مشورتي غونډه وشوه.
غونډې مشري د بلوچستان اسمبلۍ مرستیالې سپیکرې او د ښځینه پارلماني کاکس مشرې غزالې ګولې وکړه. په غونډه کې د قومي اسمبلۍ غړې اختر بي بي، پلین بلوچ، د بلوچستان اسمبلۍ غړو شاهدې رؤف او سلمې کاکړ، د بلوچستان اسمبلۍ سیکرټري طاهر شاه کاکړ، په پاکستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازې او کنټري ډایرکټرې انیتا هرش، د نړیوال خوراکي پروګرام بلوچستان صوبايي دفتر مشرې ډاکټر فاریې احسن او اړوندو چارواکو ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې غزالې ګولې مېرمن انیتا هرش ته په پاکستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د استازې او کنټري ډایرکټرې په توګه کوټې ته د لومړي رسمي سفر هرکلی ووایه او ویې ویل چې د بلوچستان اسمبلۍ او ښځینه پارلماني کاکس له لوري د نړیوال خوراکي پروګرام پلاوي ته هرکلی ویل کېږي.
په غونډه کې په بلوچستان کې د غذایي کمښت، د میندو او ماشومانو د تغذیې او په ماشومانو کې د خوارځواکۍ په اړه تفصیلي بحث وشو. همداراز د صوبې د روانو حکومتي پروګرامونو او ټولنیز خوندیتوب د اقداماتو د لا اغېزمنولو لپاره د پارلمان د رول او د نړیوال خوراکي پروګرام د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري په بلوچستان کې د روانو پروګرامونو او د هغوی د کاري ساحې په اړه بریفنګ ورکړل شو. په بریفنګ کې وویل شول چې د مکتب د خوړو پروګرام په چوکاټ کې دا مهال په کوټه کې په ازمایښتي ډول کار روان دی او وروسته پلان شته چې نور اووه ولسوالۍ هم په دې پروګرام کې شاملې شي.
د پروګرام مالي مرسته ۵۰ سلنه د بلوچستان حکومت او ۵۰ سلنه د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري ورکول کېږي. په غونډه کې د ښوونیزو خوړو پروګرام د مثبتو اغېزو په اړه شمېرې هم وړاندې شوې. د نړیوال خوراکي پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې په کوټه کې د پروګرام شاملو دولتي ښوونځیو کې د نجونو په داخلېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د زدهکوونکو حاضري هم ښه شوې ده.
د نړیوال خوراکي پروګرام په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۰ زره ۹۰۷ نجونو په پرتله په ۲۰۲۶ کال کې د شامل شوو نجونو شمېر ۱۴ زره ۶۳۵ ته رسېدلی، چې ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي، په داسې حال کې چې د زدهکوونکو منځنۍ حاضري ۸۱ اعشاریه ۴ سلنه ثبت شوې ده.
د مشورتي غونډې پر مهال د پارلمان غړو د پوښتنو او ځوابونو په لړ کې وپوښتل چې د دې ډول مهمو پروګرامونو د لا اغېزمنولو، د هغوی د پراخولو او د صوبې تر ډېرو ماشومانو پورې د ګټو رسولو لپاره پارلمان څه ډول رول ترسره کولی شي؟
د نړیوال خوراکي پروګرام استازو وویل چې د پروګرام د بریالیتوب او دوام لپاره د دې پروګرام لا زیاتې پېژندنې او عامه پوهاوي ته اړتیا ده، ترڅو خلک، اړوند ادارې او ټول شریکان د پروګرام له اهمیت او ګټو څخه خبر شي.
د پارلمان غړو ټینګار وکړ چې په داسې مهمو پروګرامونو کې باید ټول پارلماني غړي په باور کې واخیستل شي، ترڅو د بلوچستان د بېلابېلو سیمو او حلقو اړتیاوو ته په پام سره د پروګرام ساحه په اغېزمن ډول پراخه شي.
د نړیوال خوراکي پروګرام پاکستان استازې او کنټري ډایرکټرې انیتا هرش د ښځو او ماشومانو د روغتیا او تغذیې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو روغتیا د ټولنې روغتیا ده. هغې په بلوچستان کې د غذایي خوندیتوب، د ښځو او ماشومانو د روغتیا او تغذیې په برخو کې د همکارۍ پر دوام او له صوبايي حکومت او پارلمان سره د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.
په غونډه کې هوکړه وشوه چې د غذایي خوندیتوب، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي، د ښځو د روغتیا او په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلېدو او حاضرۍ د ښه والي لپاره د پارلمان، صوبايي حکومت او نړیوال خوراکي پروګرام ترمنځ اغېزمنه همغږي او ګډه تګلاره لا پیاوړې شي.
د غونډې په پای کې انیتا هرش له ګډون کوونکو پارلماني غړو او د بلوچستان اسمبلۍ څخه مننه وکړه او وروسته د ګډون کوونکو ګډ عکس هم واخیستل شو.


نعيم اچکزئي