باجوړ (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې په عنایت کلي بازار کي د ډزو په پېښه کي د ناوګۍ بازار د سوداګرو د ټولنې د مشر اسماعیل زرګر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

 

د باجوړ پولیسو ډي اېس پي عبدالعزیز د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې اسماعیل زرګر او د هغه ملګری اجمل خان د عنایت کلي بای پاس پر سړک په خپل موټر کي روان وو چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.

 

پولیس وايي، دواړه کسان په پېښه کي وژل شوي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي. د وژل شویو کسانو مړي په خار کي مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

 

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه او نه هم چا د پېښې مسوولیت منلی دی.