تعز (شال نیوز) : په یمن کي د بشري حقونو یوه مرکز ویلي، د تعز صوبې پر بېلابېلو سیمو په هوايي بریدونو کي لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

 

د «عین الانسانیة» مرکز په وینا، د المعافر ولسوالۍ پر یوه کور په برید کي درې ښځې او یو سپین ږیری سړی وژل شوي دي.

 

مرکز وايي، د التعزیه ولسوالۍ د مفرق ماویه پر مرکزي بازار په یوه بل هوايي برید کي اووه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

 

د همدې مرکز په وینا، د التعزیه ولسوالۍ د الربیعي په سیمه کي د «الروض» ښوونځی هم په هوايي برید کي ویجاړ شوی دی. عین الانسانیة د دغو بریدونو پړه پر سعودي عربستان اچولې ده.

 

د سعودي عربستان له لوري د دغو ځانګړو بریدونو او د مرګ‌ژوبلې د شمېرو په اړه تر اوسه جلا بیان نه دی موندل شوی. شال نیوز هم د مرګ‌ژوبلې شمېرې او د ښوونځي د ویجاړېدو راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.