کرمه (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې پولیس وايي، په بګن بازار کي د پولیسو پر موټرو ډزې او کاڼي ورول شوي، خو په پېښه کي چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

 

د کرمې د پولیسو مشر ملک حبیب ویلي، پولیس په سیمه کي د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د مبینه تښتونې او یرغمل کولو د قضیې په تړاو د نورو کسانو د نیولو لپاره عملیات کول چې د پولیسو پر موټرو ډزې او کاڼي ورول شول.

 

د هغه په وینا، د کاڼو ورولو پر مهال د مسافرو ځینې موټر هم لګېدلي، خو څوک پکي وژل شوي یا ټپي شوي نه دي.

 

ملک حبیب وايي، د ۱۴ کلنې نجلۍ د مبینه تښتونې په تړاو مقدمه درج شوې او پولیسو په دې قضیه کي یو شمېر کسان نیولي دي. د نورو کسانو د نیولو پر مهال د ډزو او کاڼو ورولو پېښه شوې ده.

 

پولیس وايي، له پېښې وروسته په بګن کي سړک د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و، خو اوس بېرته پرانیستل شوی او تګ راتګ پرې روان دی. د پولیسو مشر وايي، د ډزو او کاڼو ورولو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.