کوټه (شال نیوز) : بلوچ لبرېشن فرنټ، بي اېل اېف، د خپلو ښځینه وسله والو د عملیاتو یوه نوې ویډیو خپره کړې چې پکي ښځې له نارینه وسله والو سره یو ځای په تربت او کلات کي لیدل کېږي. بي اېل اېف وايي، دا ښځینه وسله والې د «کریمه وسله والې ډلې» غړې دي چې دې ډلې په وروستیو ورځو کي جوړه کړې ده.

 

د بي اېل اېف د ویاند ګوهرام بلوچ په وینا، د دې ډلې ښځینه وسله والو د سپټمبر پر ۲۲مه د تربت د جوسک په سیمه کي د سي پېک پر لویه لار د پاکستاني پوځ د چټک غبرګون پر کاروان برید کړی و. ډلې دعوه کړې چې په دې برید کي شپږ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

 

بي اېل اېف وايي، ښځینه وسله والو یې د سپټمبر پر ۲۵مه د کلات ضلعې په منګچر کي هم له خپلو نورو وسله والو سره یو ځای د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار په دریو ځایونو کي لارې تړلې، موټر یې پلټلي او وروسته له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کي درې پوځیان وژل شوي دي.

 

په تازه خپره شوې ویډیو کي ښځینه وسله والې د وسلو سره، د لارې پر سر د موټرو د پلټنې پر مهال او له نورو وسله والو سره یو ځای لیدل کېږي. بي اېل اېف وايي، دا د دوی د ښځینه وسله والو د لومړنیو عملیاتو ویډیو ده. ډلې په دواړو پېښو کي په مجموعي ډول د نهو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

 

شال نیوز د بي اېل اېف د مرګ‌ژوبلې دا شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای. د پاکستان پوځ هم تر دې راپور تیارۍ پورې د نهو پوځیانو د وژل کېدو د دې ځانګړې دعوې په اړه جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی.