د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر، محمد سهیل آفریدي، په مانسهره ضلعه کې د ۲۵ اربه روپو نه د زيات لګښت ۱۲ مهمې پرمختیايي پروژې پرانستې او د يو شمېر نورو بنسټ يې کېښود، چې چارواکي يې د سيمي د پرمختګ لپاره مهم ګام بولي.

 

د صوبايي حکومت له لوري په جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې په دغو پروژو کې د صفا اوبو، صحت، تعليم او لوبو په برخو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده، تر څو د مانسهرې د ولس لپاره بنسټيزي اسانتياوې برابرې شي او وروستو پاتې سيمي هم د پرمختګ له بهير سره يو ځای شي.

 

د بیان له مخې، په دغو پروژو کې د ۱۸ اعشاريه ۵ اربه روپو په لګښت په مانسهره کې د اوبو رسولو سکيم، یعنې د لوړې نه پر ښکته د څښلو د صفا اوبو رسولو نظام، د ۲ اربه روپو د صحت د زده کړو اداره، د ۱ اعشاريه ۸ اربه روپو د اچهر ناله بند، او د ۱ ارب روپو په لګښت د تختړه لوبغالي د ښه کولو پروژه شامله ده.

 

اعلاميه زياتوي چې د سنديسر بنسټیز روغتيا مرکز ښه کول، پانو ډېرۍ کې د ژغورنې مرکز جوړول، د هلکانو ډګري کالج پرانسته، د زړه د معاينې مرکز بنسټ اېښودل، د هديري لپاره د ځمکې برابرول، د کوټکي پارک جوړول، د مانسهرې د اوبو رسولو بله پروژه او د تناؤل تحصيل اړوند کارونه هم په دې کې شامل دي.

 

اعلا وزیر محمد سهیل آفریدي د پرانستې په موقع وويل چې دا پروژې د مانسهرې د ولس لپاره د حکومت له خوا يو مهم ګام دی او له دې سره به د مانسهرې د ولس په ژوند کې ښکاره ښه والی راشي. هغه زياته کړه چې د صوبې د ټولو ضلعو برابر پرمختګ د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی او وسايل به په انصاف سره کارول کېږي.

 

نوموړي دا هم وويل چې د مانسهرې د ولس پېسې به د مانسهرې د ولس په ښېګڼه لګول کېږي او حکومت په صحت، تعليم، صفا اوبو او لوبو کې د ښه والي کارونه روان ساتلي دي. هغه ټينګار وکړ چې لرې پرتې سيمي به هم د پرمختګ بهير ته شاملېږي او هره پروژه به په روڼتيا او وړتيا بشپړه کېږي.

 

که څه هم حکومت په مانسهره کې د پرمختيايي پروژو د پرانستې او د نوو پروژو د پېل کولو دعوې کوي، خو په دې وروستيو کې په دير کې د جماعت اسلامي مرکزي امير ،حافظ نعيم الرحمان، د يوې ولسي غونډې پر مهال، په پښتونخوا کې ولس د ژوند د وضیعت په لړ کې په حکومت سخې نيوکې کړي دي.

 

هغه ويلي، چې د خيبرپښتونخوا ولس د روغتيا، تعليم او نورو اساسي حقونو څخه بې برخې دی.

له بلې خوا عوامي نېشنل ګوند او نور سياسي ګوندونه هم ،وخت په وخت، په صوبه کې د پرمختيايي پروژو د کموالي او نشتوالي شکايتونه کوي.