راولپنډۍ (شال نیوز) : د امریکا د افغانستان د جګړې کمېسیون یوه پلاوي د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ په راولپنډۍ کي د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره لیدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، لیدنه په جنرل هیډکوارټرز کي شوې او په خبرو کي د افغانستان شل کلنه جګړه، د جګړې پر مهال د پاکستان رول، د سیمې امنیت او په افغانستان کي اوسني پرمختګونه څېړل شوي دي.
د پلاوي مشري د کمېسیون ګډو مشرانو شمیلا این چوهدري او ډاکټر کولن اېف جکسن کوله. د افغانستان د جګړې کمېسیون د امریکا کانګرس په ۲۰۲۱ کال کي جوړ کړی او دنده یې دا ده چې د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کي د امریکا پوځي، استخباراتي، ډیپلوماتیکې او مرستندویه تګلارې او مهمې پرېکړې وڅېړي.
د پاکستان پوځ وايي، عاصم منیر پلاوي ته د افغانستان د جګړې پر مهال د امنیتي حالاتو او هغو ستونزو په اړه د اسلاماباد دریځ بیان کړی چې پاکستان وايي د شل کلنې جګړې پر مهال ورسره مخامخ و.
د پوځ د بیان له مخې، عاصم منیر ویلي چې د جګړې په ارزونه کي باید د سیمې د هېوادونو نظرونه او د پاکستان تجربه هم شامله شي، په ځانګړي ډول د جګړې ستراتیژیک، ډیپلوماتیک او امنیتي اړخونه.
د پاکستان پوځ وايي، امریکايي پلاوي د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د رول او زیانونو یادونه هم کړې او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان د اوسني رول ستاینه کړې ده.
د افغانستان د جګړې کمېسیون د امریکا شل کلنه جګړه او د هغې پر مهال شوې پرېکړې څېړي. دا جګړه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شوه او د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د امریکايي ځواکونو له وتلو او په کابل کي د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پای ته ورسېده.


شال نیوز