اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وايي، د طالبانو د واکمنۍ دویمه دوره د افغانستان خلکو، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې سولې ته لا ډېره خطرناکه ده او افغانان به یوه ورځ د طالبانو واکمني پای ته ورسوي.
هغه پر خپل ایکس پاڼه لیکلي:
“نه مجاهدینو او نه هم طالبانو افغانانو ته غوره بدیل وړاندې کړ. طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ پرمهال افغانستان د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو لپاره پر یوه زندان بدل کړی. د افغانستان خلک به یوه ورځ د طالبانو واکمني پای ته ورسوي.”
سولنګي وویل، افغانستان بېوسه خلک نږدې نیمه پېړۍ له کړاوونو سره مخ دي او په وینا یې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لېوالتیا نهلري.
نوموړي زیاته کړې: “موږ نه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې وس لرو او نه لېوالتیا. موږ د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو.”
سولنګي دغه راز وویل، پاکستان اړتیا نه لري چې څه وکړي، د افغانستان ۴۵ میلیونه خلک به دا د غلامۍ یوغ له خپلو اوږو غورځوي که نه او کله به دا یوغ د تاریخ ډېران ته وغورځوي؟
مرتضی سولنګي په خبره، کله چې د افغانستان خلک دا کار وکړي، د پاکستان خلک، د افغانستان ګاونډیان او ټوله نړۍ به د هغوی هرکلی او خوښي وکړي.


شال نیوز