د افغانستان د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ،ملا کلیم الله ننګیال شال نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د فراه رود ولسوالۍ د ابخرما په سیمه کې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې، چې پکې ۲ کسان ځای پر ځای مړه ۳ سخت ټپیان دي.

 

د نوموړي په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د «ایکوا» او «پاسو» ډوله موټرو ترمنځ ټکر وشو.


هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدولي دي.
 

د پېښې د دقیق لامل په اړه لا نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ترافیکي پېښې اکثر د چټک تګ، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرچلونکو د بې‌ احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.