اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستاني چارواکي وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو ډیپلوماټانو ته پر پاکستان د هغو دعوه شویو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په تړاو رسمي اعتراض وړاندې کړی چې اسلام اباد یې د افغانستان له خاورې سره تړاو ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدرخان ،د سپتمبر په ۲۸مه، ویلي، دغه دعوه شوي بریدونه د سپتمبر پر ۲۳مه ترسره شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې دعوه کړې وه چې له افغانستان څخه ورغلي اته بې پیلوټه الوتکې په کوهاټ او د خیبر پښتونخوا د تورخم سیمې ته نږدې ویشتل شوې او نسکورې شوې دي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان وروسته له هغه طالبانو ته د رسمي اعتراض د وړاندې کولو خبره تایید کړه چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو یو ډیپلوماټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې طالب ډیپلوماټ احضار شوی نه و، بلکې یوازې ورته رسمي ډیپلوماټیک یادښت سپارل شوی دی.
د دواړو لورو ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د اختلافاتو له زیاتېدو سره، پاکستان او د طالبانو حکومت یو بل ته په وار وار اعتراضونه وړاندې کړي او د خپلو ډیپلوماټانو د احضارولو او رسمي یادښتونو د سپارلو اقدام یې کړی دی. د ډرونونو د دعوه شویو بریدونو په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د څرګندونو توپیر لا هم پر خپل ځای دی، او دواړو خواوو د پېښو په اړه بېلابېل دریځونه وړاندې کړي دي.


شال نیوز