کراچۍ (شال نیوز) : پاکستان فضا ته د خپل لومړي خلاباز د لېږلو لپاره دوو پیلوټانو ته روزنه ورکوي چې له دوی څخه به یو تن د چین له خلابازانو سره د تیانګونګ فضايي مرکز ته ولاړ شي.

 

رویټرز د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې په راپور کي ویلي، ذیشان علي او خرم داود له څو میاشتو راهیسې په بیجینګ کي د چین د خلابازانو د روزنې په مرکز کي تمرینونه کوي.

 

دواړه پیلوټان چینايي ژبه زده کوي او د فضايي سفر لپاره فزیکي او تخنیکي روزنه ترلاسه کوي. دوی ته دا هم ورښودل کېږي چې په فضا کي د وزن د نشتوالي پر مهال څنګه حرکت او خوراک وکړي او د بېړنیو حالاتو پر مهال څه ډول چلند وکړي.

 

د پاکستان د فضايي ادارې سپارکو چارواکي وايي، تمه ده چې د اکتوبر په منځ یا وروستیو کي له دغو دوو پیلوټانو څخه یو تن د سفر لپاره وټاکل شي.

 

ټاکل شوی پاکستانی به د چین له خلابازانو سره تیانګونګ فضايي مرکز ته ځي او شاوخوا یوه اوونۍ به هلته تېره کړي. د سپارکو په وینا، هغه به په فضا کي د پاکستان لپاره یو شمېر علمي تجربې هم ترسره کړي.

 

ذیشان علي او خرم داود د شاوخوا ۲۰ نوماندانو له ډلې غوره شوي دي. د انتخاب پر مهال د دوی روغتیا، فزیکي وړتیا او د فضايي سفر د سختو شرایطو د زغملو توان ازمویل شوی دی.

 

چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دواړو پاکستانیانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او سفر به په کومه نېټه ترسره کېږي.

 

که دا سفر ترسره شي، دا به لومړی ځل وي چې یو پاکستانی فضا ته ځي. دغه کس به د چین تیانګونګ فضايي مرکز ته تلونکی لومړی بهرنی خلاباز هم وي.

 

پاکستان او چین له څو کلونو راهیسې په فضايي برخه کي همکاري کوي. چین د پاکستان یو شمېر سپوږمکۍ فضا ته لېږلې دي او دواړه هېوادونه د سپوږمۍ د څېړنې په پروګرامونو کي هم ګډ کار کوي.