کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کي یې په تېرو څلورو ورځو کي د شابان په ګډون په بېلابېلو عملیاتو کي له ۷۱ ډېر وسله وال وژلي دي او په شابان کي د سیمې د پلټنې عملیات لا هم روان دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ای اېس پي آر، د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په تازه بیان کي ویلي چې امنیتي ځواکونو په شابان او شاوخوا سیمو کي عملیات پراخ کړي او د وسله والو یو شمېر پټنځایونه یې پلټلي دي.

 

پوځ وايي، په شابان کي د عملیاتو په لومړي پړاو کي ۳۳ وسله وال وژل شوي وو او په ورپسې ۷۲ ساعتونو کي ۲۳ نور کسان وژل شوي دي. په دې حساب پوځ یوازې د شابان په عملیاتو کي د ۵۶ وسله والو د وژل کېدو خبره کوي.

 

د پوځ په وینا، د عملیاتو پر مهال وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي او امنیتي ځواکونو پراخه سیمه پلټلې ده. پوځ وايي، په شابان کي عملیات لا پای ته نه دي رسېدلي او د سیمې پلټنه روانه ده.

 

تر دې وړاندې پوځ ویلي وو چې د سپټمبر پر ۲۵مه یې په نوشکي کي په جلا عملیاتو کي ۱۱ وسله وال وژلي وو. پوځ په مند کي هم د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

 

ای اېس پي آر وايي، د شابان، نوشکي، مند او د بلوچستان په نورو سیمو کي د تېرو ۹۶ ساعتونو د عملیاتو په ترڅ کي د وژل شویو وسله والو ګډ شمېر له ۷۱ پورته شوی دی.

 

پاکستاني پوځ وژل شوي کسان له هغو وسله والو ډلو سره تړلي چې د دوی په وینا له هند څخه ملاتړ ترلاسه کوي. پوځ دا تور هم لګولی چې په افغانستان کي موجودې وسله والې شبکې په پاکستان کي په بریدونو کي لاس لري او د هند ملاتړ ورسره دی.

 

هند په تېرو وختونو کي د پاکستان ورته تورونه رد کړي دي. افغان طالبانو هم په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

د پاکستان د پوځ له خوا د وژل شویو کسانو شمېر او هویت او له هند یا په افغانستان کي له موجودو وسله والو ډلو سره د هغوی د اړیکو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

د شابان عملیات د سپټمبر پر ۲۱مه پیل شوي وو. د پوځ په پخوانیو بیانونو کي د وژل شویو شمېر تر دې کم ښودل شوی و، خو د سپټمبر ۲۷مې په تازه بیان کي پوځ ویلي چې په تېرو څلورو ورځو کي په بلوچستان کي د وژل شویو وسله والو شمېر له ۷۱ اوښتی او عملیات لا دوام لري.