اسلام اباد (شال نیوز) : د شانګهای همکارۍ سازمان د ملي همغږوونکو درې ورځنۍ غونډه د دوشنبې، د سپټمبر پر ۲۸مه په اسلاماباد کي پیلېږي او هند هم پکي ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، غونډه به د سپټمبر تر ۳۰مې روانه وي. د سازمان د غړو هېوادونو ملي همغږي کوونکي او د شانګهای همکارۍ سازمان د دارالانشا استازي به پکي برخه واخلي. هندي رسنیو ویلي چې د هند استازی الوک ډیمري به په غونډه کي د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
دا غونډه په داسې وخت کي کېږي چې د پاکستان او هند اړیکې ترینګلې دي، خو دواړه هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان غړي دي او په غونډو کي یې ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلاماباد کي به د غړو هېوادونو استازي د سازمان د راتلونکو غونډو، د پاکستان د مشرۍ پر مهال د پروګرامونو او د غړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ خبرې وکړي.
پاکستان د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کال لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو د شورا مشري کوي. ټاکل شوې پاکستان د ۲۰۲۷ کال په اګست کي د سازمان د دولتونو د مشرانو غونډه هم کوربه کړي.
تمه ده چې پاکستان د راتلونکې سرمشریزې لپاره د هند د وزیراعظم نریندرا مودي په ګډون د غړو هېوادونو مشرانو ته بلنې ورکړي، خو تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې مودي به پاکستان ته سفر وکړي.


شال نیوز