کابل (شال نیوز) : د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند ،سیف‌الدین خیبر، د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ تایید کړې چې په کابل او هرات کې ښځې او نجونې د حجاب په تړاو نیول شوې دي.

 

سیف‌الدین خیبر امو ټلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د نافذو اصولو له مخې ښځې باید خپل بدن له سر تر پښو پټ کړي. هغه د حجاب نه مراعاتول «جدي جرم» بللی دی.

 

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند په کابل او هرات کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو پخلی کوي.

 

په هرات کې ځايي اوسېدونکو امو ټلویزیون ته ویلي چې د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر ورځ اته ښځې د جبرائیل ښارګوټي او ۶۴ متره سړک له سیمو نیول شوې وې.

 

د دوی په وینا، نیول شوې ښځې یوه شپه په توقیف کې ساتل شوې او وروسته د ضمانت تر ورکولو خوشې شوې. ځايي سرچینو دا هم ویلي چې د هغوی د خوشې کېدو لپاره پیسې ورکړل شوې دي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې اته ښځې نیول شوې وې او یا د هغوی د خوشې کېدو لپاره پیسې اخیستل شوې دي.

 

افغانستان : هرات کې طالبانو له ۲۰ زیاتې ښځې د حجاب د مقرراتو په تړاو نیولې دي
افغانستان : هرات کې طالبانو له ۲۰ زیاتې ښځې د حجاب د مقرراتو په تړاو نیولې دي
افغانستان کې د ښځو د وژنو ۲۳۱ پېښې؛ یوازې په ۵۸ کې د مشکوکو کسانو د نیولو ریکارډ موندل شوی
افغانستان کې د ښځو د وژنو ۲۳۱ پېښې؛ یوازې په ۵۸ کې د مشکوکو کسانو د نیولو ریکارډ موندل شوی

 

خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند اوس په رسمي ډول منلې چې په کابل او هرات کې ښځې او نجونې د حجاب په تړاو نیول شوې دي.

 

تر دې وړاندې هم په کابل او هرات کې د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو. امو ټلویزیون د سپټمبر پر ۱۴مه راپور ورکړی و چې په کابل کې لږ تر لږه ۲۰ ښځې او نجونې نیول شوې وې. یو شمېر نیول شویو ښځو ویلي وو چې د حجاب له لرلو سره سره نیول شوې وې.