هرات : طالبانو په هرات ښار کي له ۲۰ زیاتې ښځې نیولې دي. نیونې د سپټمبر پر څلورمه د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کي شوې دي او ویل کېږي، ښځې د جامو او د طالبانو له خوا د ټاکل شوو «حجاب» مقرراتو په تړاو نیول شوې دي.
نیول شوې ښځې له بازارونو او عامه ځایونو څخه وړل شوې دي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې هغوی کومو مرکزونو ته انتقال شوې او څومره کسانې لا هم په بند کي دي.
تر دې دمه د نیول شوو ښځو د عمرونو، د هغوی د کورنیو او د نیونو د دقیقو سیمو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم تر اوسه د نیونو د دقیق شمېر، د ښځو د وضعیت او د هغوی د خوشې کېدو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
په افغانستان کي طالبانو په وروستیو کلونو کي د ښځو د جامو، حجاب، کار، زدهکړو او په عامه ځایونو کي د تګ راتګ په اړه پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اړوند کسان وخت ناوخت په ښارونو کي د دغو مقرراتو د عملي کولو لپاره ښځې دروي او پوښتنې ترې کوي.
د هرات د وروستیو نیونو په اړه لا هم معلومات محدود دي او د نیول شوو ښځو د برخلیک په اړه رسمي جزییات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز