کابل : د «ګارډین» د اګست په ۷مه، خپور شوي یو تفصیلي تحقیقي راپور له مخې، د «زن ټایمز» خبریالانو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ښځو د وژنو ۲۳۱ پېښې څېړلې دي.

 

د زن ټایمز د معلوماتو له مخې، له دغو پېښو څخه یوازې په ۵۸ کې د مشکوکو کسانو د نیول کېدو ریکارډ موندل شوی دی، په داسي حال کې چي ۵۳ پېښې د ځان وژنې په نوم ثبت شوې دي. د راپور له مخې، په ډېرو دغو پېښو کې د ښځو خپلوانو او شاهدانو د کورني تاوتریخوالي نښې ښودلې دي.

 

دا څېړنه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په لسو ولایتونو کې شوې ده. خبریالانو ۱۷۴ پېښې د ځايي رسنیو له راپورونو راټولې کړې او ۵۷ نورې پېښې یې خپله ثبت کړې دي چې تر دې مخکي رسنیو ته نه وې رسېدلې.

 

د څېړنې ترمخه، تر ټولو زیاتې پېښې په جوزجان کې ۳۶، هرات کې ۳۲، بدخشان کې ۲۸ او غزني کې ۲۶ ثبت شوې دي. د وژل شویو ښځو عمرونه له پنځو کلونو تر ۶۵ کلونو پورې وو. په وژل شویو کې ۱۶۵ ښځې د کور کار کوونکې وې او خپلواک عاید یې نه درلود.

 

راپور وايي، ډېرې ښځې په خپلو کورونو کې د مېړونو، پلرونو، وروڼو یا نورو نارینه خپلوانو له لاسه وژل شوې دي. د نیول شویو کسانو له ډلې هم یو شمېر کسان تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته بېرته خوشي شوي دي.

 

په راپور کې د کابل د ۳۳ کلنې لیزا شمس قضیه هم یاده شوې ده. د هغې کورنۍ وايي، چې لیزا د خپل مېړه له خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته د سږ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مړه شوه. روغتیايي او طبي اسنادو د هغې پر مخ او بدن د سختو ټپونو او د هډوکو د ماتېدو نښې ښودلې، خو د مړینې په راپور کې د موږک وژونکي دوا د خوړلو احتمال لیکل شوی و. د لیزا کورنۍ د هغې مرګ وژنه بولي، خو د مېړه کورنۍ وايي چي هغې ځان وژنه کړې ده.

 

په بله قضیه کې د کابل د یوه نړیوال بنسټ ۳۳ کلنه کارکوونکې فریشته عمادي د مې پر ۳۱مه په خپل کور کې مړه موندل شوې وه. د هغې مېړه طالبانو ته ویلي وو چي مېرمنې یې د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې، خو کورنۍ او ملګري یې وايي چي نوموړې د کلونو راهیسې د مېړه له خوا له وهلو، ستوني نیولو او ګواښونو سره مخ وه.

 

راپور د کندهار د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ قضیه هم راخیستې ده. نوموړې له یو ډېر مشر سړي سره په زور واده شوې وه او وروسته د تاوتریخوالي له امله د خپل پلار کور ته ستنه شوې وه. کله چې مېړه یې د هغې د بېرته بیولو لپاره ورغی، نجلۍ له تلو انکار وکړ او هغه په ډزو ووژله. د نجلۍ کشر ورور هم د مرستې پر مهال په ډزو ولګېد او یوه اوونۍ وروسته مړ شو، خو د راپور له مخې، د هغې مېړه چې د طالبانو غړی و، تر اوسه نه دی نیول شوی.

 

د زن ټایمز څېړنه وايي، چې په سرپل کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او د هغې مور هم د یو ځايي طالب چارواکي له خوا وژل شوې دي. د راپور له مخې، دغه چارواکي پر نجلۍ د کوژدې کولو هڅه کړې وه، خو کله چې د هغې مور ورسره مخالفت وکړ، دواړه یې په ډزو ووژلې. مشکوک کس وروسته نیول شوی او لا هم په بند کې دی.

 

د ګارډین په راپور کې ویل شوي دي، چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د ښځو چارو وزارت، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د ځانګړې څارنوالۍ دفتر او د ښځو د خوندي ساتنې مرکزونه ختم کړل. شاوخوا ۲۵۰ ښځینه قاضیانې له دندو لیرې شوې او ښځینه څارنوالانې هم له کاره کور ته ولېږل شوې.

 

د طالبانو د نوي جزايي قانون له مخې، داسي مېړه چې خپله مېرمن تر داسې اندازې ووهي چې ښکاره ټپونه یا د هډوکي ماتېدل ورته پېښ شي، تر ډېره یوازې تر ۱۵ ورځو بند سزا ورکول کېدی شي. خو که یوه ښځه د مېړه له اجازې پرته د خپل پلار کور ته ولاړه شي او کورنۍ یې بېرته ور ونه ګرځوي، ښځه او کورنۍ یې تر درېو میاشتو بند سزا سره مخ کېدی شي.

 

د څېړنې خبریالان وايي، چې د وېرې او ګواښونو له امله یې د ډېرو قربانیانو له کورنیو سره خبرې نه شوې کولی. هغوي ټینګار کړی چې ۲۳۱ پېښې د افغانستان د ښځو د وژنو بشپړ شمېر نه دی، بلکې په لسو ولایتونو کې د ثبت شویو پېښو یوه برخه ده.

 

طالبانو تر اوسه د دې څېړنې په اړه ګډ رسمي ځواب نه دی ورکړی.