په ټول پاکستان او په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعيت علماء اسلام (ف) له لوري د شيخ الحديث مولانا محمد ادریس د هدفي وژنې پر ضد ،د مې په ۶مه، پراخ احتجاجونه شوي دي.
مولانا ادریس چې د جمعيت يو مهم مشر او جید عالم دین و، تېره ورځ په چارسده کې د وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو. د پوليسو په وينا، دا يو هدفي بريد و او هغه مهال ترسره شو کله چې نوموړی په خپل موټر کې روان و. په پېښه کې ورسره دوه پوليس سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د دې پېښې پر ضد په چمن، قبایلي ضلعو، سویلي ضلعو، د هزاره ډویژن، نوښار، مردان، پېښور، چارسده او نورو سيمو کې سياسي، مذهبي، ټولنيزو مشرانو، سوداګرو او عامو خلکو احتجاجونه وکړل. په نوښار کې مظاهرچیانو د شوبرا چوک سړک د څو ساعتونو لپاره وتړل او د قاتلانو د زر نيولو غوښتنه يې وکړه. دغه راز په باجوړ کې د جمیعت مشرانو احتجاجي پرېس کانفرنس وکړ او د ناامنۍ پر زياتېدو يې اندېښنه څرګنده کړه. په میرام شاه کې هم لاریون شوی او ګډونوالو په صوبایي حکومت سختې نیوکې وکړې.
مظاهره کوونکو او ويناوالو وويل چې علما په دوامداره توګه په نښه کېږي او حکومت د هغوي د امنيت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی. دوي خبرداری ورکړ چې که حالات همداسې دوام وکړي، نو مجبوره به شي چې د ځان او خپلو مشرانو د ساتنې لپاره سخت ګامونه واخلي.
د جمیعت مشرانو، په ځانګړي ډول مولانا عبدالرشید او نورو ويناوالو، حکومت او امنيتي ادارې د حالاتو مسوولې وبللې او ويې ويل چې نور د جنازو پورته کول د زغم وړ نه دي. دوي دا هم وويل چې د ګوند د مرکزي مشر مولانا فضل الرحمن د راتلونکي تګلارې ته به انتظار کوي.
په دې اړه د چمن د سیمي نه د شال نیوز خبریال ،نعیم اچکزي، دا ویډیوي راپور وګورئ.

نعيم اچکزئي