بونیر (شال نیوز) : د بونېر د کنګرګلۍ کلي په بازار کې د ټیم ګرین کنګرګلۍ او خیر ښېګړې کمیټۍ په مرسته د کلي د ځوانانو د وینې د ګروپ معلومولو او د اړتیا پر مهال د وینې ورکولو پروګرام ترسره شو.
د سپټمبر په ۲۷ مه ترسره شوې پروګرام کې د کلي ګڼ شمېر ځوانانو ګډون وکړ او د هغوی د وینې ګروپونه معلوم شول. د منتظمینو په وینا د ګډونوالو د وینې ګروپونو معلومات په منظم ډول ثبت او خوندي کړل شوي دي.
د دې پروګرام موخه دا ده چې په راتلونکي کې که کوم ناروغ په بیړني حالت کې وینې ته اړتیا ولري، نو د اړوند وینې ګروپ لرونکی کس په لنډ وخت کې وموندل شي او د وینې ورکولو لپاره ورسره اړیکه ونیول شي.
د پروګرام جوړوونکي وايي یوازې د وینې ګروپ معلومول نه، بلکې د دې معلوماتو منظم ثبتول هم مهم دي ځکه په بیړنیو حالاتو کې د وینې ورکوونکي موندلو لپاره وخت ډېر ارزښت لري.
د ټیم ګرین او خیر ښېګړې د مسوولینو په وینا، دوی غواړي د ټولنې د خدمت په برخه کې داسې ډول فعالیتونو ته دوام ورکړي او د کلي په ځوانانو کې د خلکو د مرستې او ټولنیز خدمت جذبه نوره هم پیاوړې کړي.
دوی وايي، ځوانان د ټولنې مهمه برخه ده او د وینې ورکولو په څېر فعالیتونو کې د هغوی ګډون کولی شي د اړتیا پر مهال د ناروغانو او د هغوی د کورنیو لپاره مهمه مرسته وي.


سلمان یوسفزی