دوحه (شال نیوز) : د حماس د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه وايي، د غزې د جګړې درول د دوی لومړیتوب دی او له جګړې وروسته باید د فلسطینیانو ترمنځ د سیاسي یووالي لپاره کار وشي.
الحیه د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، حماس چمتو دی چې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره خبرې وکړي او د یوه ګډ سیاسي پروګرام پر جوړولو ورسره بحث وکړي.
هغه ویلي، د فلسطینیانو ترمنځ هوکړه باید د فلسطیني ادارو د بیا جوړولو بنسټ وي او د فلسطین د ازادۍ سازمان دې هم د فلسطیني ډلو د ګډون پر بنسټ بیا تنظیم شي.
الحیه د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ټاکنې باید د غزې، لوېدیځې غاړې او بیت المقدس د یووالي لپاره زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، که ټاکنې وځنډېږي، دا موده باید د فلسطیني سیاسي نظام د تنظیم لپاره وکارول شي.
هغه دا هم ویلي چې حماس له امریکايي استازو سره په تېرو درېیو کلونو کې تماسونه لرلي او د غزې د جګړې او فلسطین په اړه یې خپل دریځ ورسره شریک کړی دی.
الحیه د سټیو وېټکوف او جیرډ کوشنر نومونه اخیستي او ویلي یې دي چې حماس د امریکا دریځ د خبرو پر ځای د عملي اقداماتو له مخې ارزوي.
هغه همداراز ویلي چې حماس د یمن د روانې جګړې د درولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی او په دې اړه یې له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې نیولې دي. د دې وړاندیز په اړه د نورو اړخونو دریځ تر اوسه نه دی روښانه شوی


شال نیوز