تهران (شال نیوز) : د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک وايي، په هرمز تنګي کې یې د امریکا د پوځ یوه پرمختللې تر اوبو لاندې بې‌پیلوټه وسیله نیولې ده.

 

سپاه د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په خپاره کړي بیان کې ویلي، دا وسیله «ریموس ۶۰۰» نومېږي او د دوی په وینا، د امریکا پوځ په هرمز تنګي کې د څار او معلوماتو راټولولو لپاره کاروله.

 

په بیان کې ویل شوي چې ایراني ځواکونو د استخباراتي معلوماتو او برېښنايي څار په مرسته دغه وسیله نیولې او اوس د سپاه د متخصصانو په واک کې ده. سپاه وايي، متخصصان یې هڅه کوي په وسیله کې ثبت شوي معلومات ترلاسه کړي.

 

«ریموس ۶۰۰» یوه بې‌پیلوټه تر اوبو لاندې وسیله ده چې د سمندر د تل د سروې، معلوماتو راټولولو او نورو سمندري ماموریتونو لپاره کارول کېږي.

 

سپاه په خپل بیان کې دا هم ویلي چې هرمز تنګی تړلی دی او ځواکونه یې د هغو بېړیو او پوځي وسایلو پر وړاندې اقدام کوي چې ایران یې تګ راتګ غیرمجاز بولي.

 

تر دی راپور چمتو کولو  پوری د امریکا پوځ د ایران د دې ادعا په اړه په جلا بیان کې د وسیلې نیول نه دي تایید کړي. د سپاه دا ادعا هم تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې