د جمعيت علماء اسلام (ف) ګوند نن ،د مئي په ۶مه، د شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د وژنې پرضد سړکونو ته راووتل او احتجاجونه یې وکړل. په دي لړ کې د ګوند لخوا په ټول هيواد کې احتجاجونه وشول چې پکې دوي غوښتنه وکړه چې د مولانا محمد ادريس په وژنه کې ککړ تنان دې زر تر زره ونيولی شي۔ 
 

د هېواد د نورو برخو په شان، په شمالي وزيرستان ميرام شاه کې هم د جمعيت علماء اسلام ګوند کارکنانو لاريون وکړل او د مولانا محمد ادريس د قاتلانو د نيولو غوښتنه یې وکړه.

 

د لاريون ګډون والو وویل چې په صوبه کې ناامني خپل اوج ته رسېدلې ده او خلک خوندي نه دي پاتې. دوي په صوبایي حکومت هم نيوکې وکړې، چې په خیبر پښتونخوا کې له ۱۳ کلونو راهیسي په واک کې پاتې ،پاکستان تحریک انصاف، د امن په ټینګښت کې په بشپړه توګه ناکامه شوی دی. دوي غوښتنه وکړه، چې که پاکستان تحریک انصاف په صوبه کې امن نه شي ساتلی، نو باید استعفا ورکړي۔

 

سېنېټر مولانا عطاء الرحمن، په دې موقع رسنيو ته وویل، چې موږ به تر کومه وخته جنازې پورته کوو؟ دولت د خپلو وګړو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلی دی. هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه چې که حکومت خلکو ته امنیت نه شي برابرولی، نو بیا د هغه شتون ولې پاتې دی؟
مولانا عطاء الرحمن وویل، چې علما د دولت خیر غوښتونکي دي، خو هغوي په پرله‌ پسې ډول په نښه کېږي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده۔

 

شېخ الحديث مولانا محمد ادريس تيره ورځ په چارسده کې ناڅرګنده کسانو په ډزو وژلی شوی و. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې مولانا محمد ادریس په خپل موټر کې روان و. وسلوال له مخکې په کمین کې ناست وو او د هغه موټر یې په نښه کړ، چې پکې نوموړی سخت ټپي شو او روغتون ته د انتقال پر مهال یې ساه ورکړه۔

 

پولیس وایي چې دا یو هدفي برید و او په دغه پېښه کې له مولانا ادریس سره دوه پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي۔ 
 

د پيښې نه پس په دغه ورځ هم په چارسده، نوښار او نورو سيمو کې خلقو احتجاجونه کړي وو. د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي هم د پيښې نوټس اخیستی دی او د پولیسو څخه یې د پېښې بشپړ راپور غوښتی او د عاملینو د نیولو امر یې کړی دی۔

 

بلخوا، په ټولنیزو رسنیو، د اسلامي دولت وسلوالې ډلې، چې په داعش هم پېژندلی کېږي، سره منسوب یو لیکلي بیان لمخې، دغه ډلې د دې پېښې مسولیت منلی دی.