کابل (شال نیوز) : د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ وروستۍ جګړې ته په غبرګون کي ویلي، د طالبانو پر ضد وسله‌وال مخالفت باید د نورو هېوادونو د ګټو لپاره ونه کارول شي.

 

عطا محمد نور پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کي ویلي، اړمن او کډوال ځوانان د نورو د موخو لپاره د جګړې لیکو ته استول کېږي.

 

هغه ویلي:

 

«چریکي او ګریلایي جګړه پراخې تجربې، ستراتیژیک لید، مسوولانه چلند او د هېواد په کچه همغږۍ ته اړتیا لري.»

 

نور ویلي، د افغانستان ازادي د ده په وینا، یوازې د یوې پیاوړې، خپلواکې او زړورې ارادې له لارې شونې ده. هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر ضد وسله‌وال خوځښتونه باید د پردیو د ګټو لپاره ونه کارول شي.

 

د هغه څرګندونې وروسته له هغې دي چې د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر سهار د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ د سختې جګړې راپورونه خپاره شول.

 

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو د کامدېش په ځینو سیمو کي د دوی پر سنګرونو د ځمکنیو ځواکونو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

 

جبهې ویلي چې کسانو یې د طالبانو د بریدونو مقابله کړې او وروسته یې له څو لورو ځوابي بریدونه پیل کړي دي. د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د جګړې پر مهال یې د طالبانو څو امنیتي پوستې نیولې او طالب ځواکونه یې له ځینو سیمو شاته کړي دي. د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.

 

افغانستان : د ازادۍ جبهه وايي په کامدېش کې یې له طالبانو سره جګړه روانه ده
افغانستان : د ازادۍ جبهه وايي په کامدېش کې یې له طالبانو سره جګړه روانه ده
افغانستان : نورستان کې د عملیاتو راپورونه؛ د مرګ‌ ژوبلې شمېرې لا نه دي تایید شوي
افغانستان : نورستان کې د عملیاتو راپورونه؛ د مرګ‌ ژوبلې شمېرې لا نه دي تایید شوي

 

بل لور ته، طالبانو د ځینو ویډیوګانو او انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې په کامدېش کي یو شمېر وسله‌وال ورته تسلیم شوي او ځینې نور نیول شوي دي.

 

طالبانو ادعا کړې چې دغه کسان له پاکستانه د ډیورنډ کرښې اوښتي وو او د ازادۍ جبهې او داعش کسان هم پکي شامل وو.

 

پاکستان تر اوسه په ښکاره د طالبانو هغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی چې ګواکې دغو وسله‌والو ته له پاکستانه د اوښتو یا د جګړې لپاره مرسته شوې وه.