ملاګوري (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په ملاګورو سیمه کې د ځوانانو د کردار، ټولنیز مسوولیت او مثبت فکر په اړه یو ورځنی سیمینار شوی دی.
دا غونډه د ضلعې انتظامیې او د ځوانانو چارو ادارې له خوا د ملاګورو په میا مورچه سرکاري های سکول کې جوړه شوې وه چې زده کوونکو، استادانو او ځايي ځوانانو پکې ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو وویل، د ځوانانو له تعلیم سره د هغوی اخلاقي او ټولنیزې روزنې ته هم اړتیا ده او تعلیمي ادارې کولای شي د مثبتو فعالیتونو له لارې د ځوانانو وړتیاوې وهڅوي.
روزونکي فضل مالک وویل، ځوانان باید خپلې وړتیاوې په زده کړو، هنرونو او نورو ګټورو ټولنیزو فعالیتونو کې وکاروي. هغه د ټولنیزو رسنیو او نوې ټکنالوژۍ پر مسوولانه او مثبت استعمال هم ټینګار وکړ.
دیني عالم مولانا روح الامین په خپله وینا کې وویل، اسلام د رښتینولۍ، امانتدارۍ، زغم، انصاف، د مشرانو د درناوي او له اړمنو سره د مرستې درس ورکوي. د هغه په وینا، کورنۍ، استادان، دیني عالمان او تعلیمي ادارې د ځوانانو په اخلاقي روزنه کې ګډ مسوولیت لري.
عبدالمولا خان وویل، د ځوانانو د هڅونې ترڅنګ په هغوی کې د مشرتابه، پر ځان د باور او ټولنیز مسوولیت احساس پیاوړی کول هم مهم دي. د سیمینار په پای کې یو شمېر ځوانانو ته د غوره فعالیت په بدل کې جایزې او نغدي انعامونه ورکړل شول.


ابراهیم شینواری