د بنو پولیس وایي چې ،د مې په ۶مه، د ښار د سټي تاڼې په حدودو کې د هنجل امیر خان په سیمه کې د ډزو پېښه رامنځته شوې ده چې له امله یې یوه ښځه وژلی شوې ده.
د پولیسو په وینا، دا پېښه هاغه مهال رامنځته شوه چې تورن کاشف په سلمی بي بي باندې د هغې د کور مخې ته ډزې وکړې. پولیس وايي چې تورن کاشف د سلمی بي بي د لور رشته غوښته چې د انکار نه پس یې د جینۍ مور په ډزو ووژله.
د پېښې وروسته، د وژل شوې ښځې خپلوانو د هغې مړی د بنوں ـ منډان سړک ته راوړی او هلته یې احتجاج پېل کړل، چې وروستو د سټي تاڼې د ایس ایچ او سره د کامیابو مذاکراتو نه پس ختم کړی شو. پولیس د وژلی شوی ښځې د خاوند په مدعیت کې مقدمه درج کړه او احتجاج کوونکو ته یې باور ورکړو چې قاتل به زر ونیولی شي.

صفدر داوړ