ټانک (شال نیوز) : د ټانک پولیس وايي، د اګست پر ۲۹مه د روډي خېل له سیمې تښتول شوې ۱۴ کلنه عایشه بي بي یې د پلټنې د عملیاتو پر مهال موندلې او د هغې د تښتولو په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

 

د ټانک د پولیسو مشر عبدالصمد خان ویلي، پولیسو د روډي خېل په سیمه کي ګډ عملیات کړي چې په ترڅ کي یې نجلۍ په خوندي توګه وموندل شوه.

 

د ټانک ډي اېس پي شریف الله شال نیوز ته ویلي، په دې قضیه کي نیول شوي کسان اسلم، عمر فاروق، محمد اجمل او انعام نومېږي. د هغه په وینا، پولیسو د عملیاتو پر مهال څلور غلا شوي موټرسایکلونه او دوه سمارټ فونونه هم ترلاسه کړي دي.

 

شریف الله ویلي، په عملیاتو کي د ټانک د بېلابېلو تاڼو پولیسو او افسرانو برخه اخیستې وه. پولیس وايي، له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي او تر اوسه د هغوی پر ضد د تورونو په اړه د عدالت د کومې پرېکړې معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

ډي اېس پي شریف الله ویلي، موندل شوې نجلۍ عایشه بي بي به د اوس لپاره دارالامان ته ولېږدول شي.