دوکي (شال نیوز) : د بلوچستان د دوکي پولیس وايي، وسله والو د سړک جوړولو د یوه شرکت پر کمپ برید کړی، ۱۸ مزدوران یې تښتولي، یو شخصي ساتونکی یې وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی.
د دوکي د پولیسو مشر منصور احمد بزدار ویلي، برید د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په لومړیو ساعتونو کي د نانا صاحب زیارت اړوند پلړۍ سیمه کي د سلطان محمود په نوم د یوه شخصي شرکت پر کمپ شوی دی.
د پولیسو په وینا، شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ وسله والو پر کمپ برید وکړ او له ساتونکو سره یې ډزې وشوې. په ډزو کي د محتاج الرحمان په نوم یو شخصي ساتونکی ووژل شو او عمران وزیر ژوبل شو. محتاج الرحمان د خېبر پښتونخوا اوسېدونکی و. په لومړنیو معلوماتو کي د لطیف ترین په نوم د یوه ځايي کس د ژوبلېدو خبره هم شوې وه.
پولیس وايي، بریدګرو په کمپ کي موجود مزدوران راټول کړل، د هغوی شناختي کارډونه یې وکتل او وروسته یې له ځان سره بوتلل. د پولیسو په لومړنیو معلوماتو کي د ۱۲ مزدورانو د تښتولو خبره شوې وه چې لس یې د پنجاب اوسېدونکي بلل شوي وو، خو په وروسته تازه معلوماتو کي د تښتول شویو مزدورانو شمېر ۱۸ ښودل شوی دی.
د پولیسو د تازه معلوماتو له مخې، تښتول شوي مزدوران د پنجاب او خېبر پښتونخوا اوسېدونکي دي. تر اوسه د ټولو ۱۸ کسانو نومونه او د هغوی د اوسېدو دقیقې سیمې نه دي اعلان شوې. وسله والو له کمپ څخه تر وتلو مخکې څلور ګاډي وسوځول. په لومړنیو راپورونو کي د درنې ساختماني مشینرۍ د سوځولو خبره هم شوې ده.
پولیس او ایف سي د تښتول شویو مزدورانو د موندلو لپاره په سیمه کي عملیات کوي. تر یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې لومړیو ساعتونو پورې داسې کره خبر نه دی خپور شوی چې مزدوران موندل شوي یا خوشې شوي دي. د برید مسوولیت تر دې تازه معلوماتو پورې کومې ډلې په رسمي ډول نه دی منلی.
نانا صاحب زیارت د دوکي ـ چمالنګ پر لاره پرته سیمه ده. په همدې سیمه کي تر دې وړاندې هم د سړک جوړولو پر کارکوونکو د بریدونو او تښتونو پېښې شوې دي.


نعيم اچکزئي