اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي، په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لګول د آئین او قانون له مخې یو انتخاب دی، خو وفاقي حکومت تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
رانا ثناءالله د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په لومړیو ساعتونو کي د جیو نیوز «جرګه» پروګرام ته ویلي، د ده په وینا په خېبر پښتونخوا کي داسې شرایط موجود دي چې د ګورنر راج د لګولو لپاره ورته اړتیا وي.
خو هغه روښانه کړې چې د داسې آئیني لارې موجودیت په دې معنا نه دی چې وفاقي حکومت د ګورنر راج د لګولو پرېکړه کړې ده. رانا ثناءالله د خېبر پښتونخوا د پولیسو په قانون کي د صوبايي حکومت وړاندیز شوي بدلونونه هم د آئین خلاف بللي دي.
د خېبر پښتونخوا کابینې په وروستیو کي د پولیسو په قانون کي د بدلونونو منظوري ورکړې چې له مخې یې اعلا وزیر ته د پولیسو د لوړپوړو افسرانو په چارو کي زیات واک ورکول کېږي. صوبايي حکومت د دغو بدلونونو دفاع کوي، خو د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي او د وفاقي حکومت چارواکو پرې نیوکې کړې دي.
د رانا ثناءالله تازه څرګندونې د وفاقي حکومت له هغه دریځ سره توپیر لري چې څو ورځې وړاندې یې په ښکاره د ګورنر راج امکان رد کړی و.
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ د سې شنبې، د سپټمبر ۲۲مې پر ورځ په پېښور کي ویلي وو چې وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج د لګولو اراده نه لري. هغه ویلي وو، صوبه د ګورنر راج پر ځای د خلکو واکمنۍ او ښې حکومتولۍ ته اړتیا لري.
خو د جمعې، د سپټمبر ۲۵مې پر ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وویل چې په صوبه کي د ګورنر راج د امکان په اړه سلا مشورې شوې دي. هغه وویل، آئین د داسې اقدام اجازه ورکوي.
دا بحث په داسې وخت کي زیات شوی چې د تحریک انصاف صوبايي حکومت او وفاقي حکومت ترمنځ سیاسي اختلافونه سخت شوي دي.
تحریک انصاف خپل اسلاماباد مارچ، چې د سپټمبر پر ۲۷مه ټاکل شوی و، ځنډولی دی. د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل اپرېدي ویلي چې دوی به د اکتوبر پر څلورمه له پېښوره د اسلاماباد پر لور مارچ کوي.


شال نیوز