پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،سهیل اپرېدي، وفاقي حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې د تحریک انصاف د اسلام اباد مارچ تر پېل مخکې د سیاسي ستونزو د حل لپاره اووه ورځې وخت شته.
اپرېدي د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په ماښام په پېښور کي له خبریالانو سره په خبرو کي وویل، که حکومت او تحریک انصاف بالاخره خبرو ته کښېني، نو دا خبرې باید د مارچ تر پیل مخکې وشي. هغه وویل، تحریک انصاف وسله واله ډله نه ده او غواړي سیاسي مسئلې د خبرو له لارې حل شي.
اپرېدي وویل، تحریک انصاف د همدې لپاره خپل اسلاماباد مارچ د اکتوبر څلورمې ته ځنډولی چې په دې موده کي د خبرو له لارې د ستونزو د حل امکان وازمویل شي.
د هغه په وینا، د تحریک انصاف په غوښتنو کي په اسلاماباد کي یوه شخصي روغتون ته د عمران خان د درملنې لپاره انتقال، له خپلو وکیلانو او خپلوانو سره د هغه د ملاقات اجازه او د عدالت له خوا نومول شویو ۱۸ ګوندي کسانو ته د ملاقات اجازه ورکول شامل دي.
خو اپرېدي خبرداری ورکړ چې که په دې موده کي د تحریک انصاف پر ضد کوم اقدام وشي، د ګوند پلویان تر اعلان شوې نېټې مخکې هم سړکونو ته راوتلی شي.
تحریک انصاف تر دې مخکې د سپټمبر پر ۲۷مه اسلاماباد ته د مارچ اعلان کړی و، خو د ګوند سیاسي کمېټې د جمعې، د سپټمبر ۲۵مې په غونډه کي پرېکړه وکړه چې مارچ د اکتوبر پر څلورمه له پېښوره پېل کړي.
وفاقي حکومت تر دې تازه څرګندونو وروسته د سهیل اپرېدي د خبرو وړاندیز ته سمدستي رسمي ځواب نه دی ورکړی.


شال نیوز