ډېره بګټي (شال نیوز) : د بلوچستان د ډېره بګټي ضلعې په بېکر سیمه کي د ضلعه کونسل د مشر وډېره غلام نبي شمباني پر کور تر برید وروسته څو ساعته جګړه شوې ده.
د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په خپرو شویو راپورونو کي د قبایلي سرچینو له قوله ویل شوي چې برید د شمالي ډېره بګټي د شهید فضل خان سب ډویژن په بېکر سیمه کي شوی و.
د دغو سرچینو په وینا، د بګټي امن فورس کسانو د بریدګرو مقابله وکړه او جګړه څو ساعته روانه وه. سرچینې وايي، بریدګرو وروسته د وتلو هڅه وکړه، خو د امن فورس کسانو تعقیب کړل.
قبایلي سرچینې وايي، په نښته کي ۱۳ وسله وال وژل شوي دي. د بګټي امن فورس یو کس هم وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي، ژوبل کسان د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د وژل شویو وسله والو هویت نه دی اعلان شوی او دا هم نه ده روښانه شوې چې هغوی د کومې وسله والې ډلې غړي وو.
د ۱۳ وسله والو د وژل کېدو شمېر په رسنیو کي د قبایلي سرچینو له قوله خپور شوی دی. تر دې تازه چک پورې د پاکستان پوځ یا د بلوچستان حکومت په جلا رسمي بیان کي دغه شمېر نه دی تایید کړی.
د برید مسوولیت هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې په رسمي ډول نه دی منلی.


نعيم اچکزئي