کوټه (شال نیوز) : د پاکستان د کسټمز چارواکي وايي، د بلوچستان په شیلا باغ سیمه کي یې د سرو زرو خښتې نیولې چې ټول وزن یې ۶ کیلو او ۱۶۲ ګرامه او مالیت یې شاوخوا ۲۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ کېږي.

 

د کسټمز د معلوماتو له مخې، دا عملیات د سپټمبر پر ۲۱مه د شیلا باغ د فیلډ انفورسمنټ یونټ کارکوونکو د ایف سي په مرسته کړي دي. چارواکي وايي، دوی ته د سرو زرو د قاچاق په اړه استخباراتي معلومات رسېدلي وو او وروسته یې په سیمه کي څار زیات کړ.

 

د کسټمز چارواکي وايي، په عملیاتو کي د سرو زرو خښتې ونیول شوې او د قاچاق هڅه شنډه شوه. چارواکو ویلي، په بلوچستان کي یې پر لویو لارو، د تګ راتګ پر مهمو ځایونو او هغو لارو څار زیات کړی چې د قاچاق لپاره کارول کېږي.

 

نیول شوي سره زر د کوټې سرکاري ګودام ته سپارل شوي دي. د کسټمز چارواکي وايي، په دې اړه مقدمه هم درج شوې او نور قانوني اقدامات روان دي.

 

خو د کسټمز په خپرو شویو معلوماتو کي دا نه دي ویل شوي چې سره زر له کوم ځایه راوړل کېدل او کوم لوري ته وړل کېدل. دا هم نه دي روښانه شوي چې په دې تړاو څوک نیول شوي دي که نه.