نیویارک : د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوو ته رسېدنه باید د نړیوالو هڅو په لومړیتوبونو کي پاتې شي. د هند د بهرنیو چارو سیکرټر ویکرام مصري د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په نیویارک کي لیدلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر ورځ ویلي، مصري په دې لیدنه کي ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوو ته رسېدنه باید د پاملرنې په مرکز کي وي.
نوموړي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې، یوناما، د کار ستاینه هم کړې او ویلي یې دي چې هند به د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
رباب فاطمه د جولای پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له خوا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په توګه ټاکل شوې وه. هغې په دې دنده کي د قرغزستان روزا اوتونبایوا ځای نیولی دی.
فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کي د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو له چارواکو سره لیدنې کړې دي.
دا لیدنه په داسې وخت کي شوې چې د هند او په افغانستان کي د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کي پراخې شوې دي. نوي ډیلي له طالبانو سره د اړیکو تر څنګ افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
په همدې موده کي د کابل او اسلاماباد اړیکې د امنیتي اختلافونو او د پولې دواړو غاړو ته د پوځي پېښو له امله ترینګلې شوې دي. خو د هند او طالبانو د اړیکو پراخېدل په مستقیم ډول د کابل او اسلاماباد د اړیکو له خرابېدو سره تړل، د هند یا طالبانو له خوا په رسمي ډول نه دي تایید شوي.


شال نیوز