د باړې پولیسو ویلي، چې ،د مې په ۶مه، د برقمبرخېل په سیمه کې د ګورنمنټ های سکول (جان خان کلي) د دروازې مخې ته پر موټرسايکل سپرو کسانو ډزې کړې دي چې له امله یې د سکول استاد ،مسافر شاه، وژلی شوی دی.

 

پولیس وايي چې دوي سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او پلټنې یې پېل کړې دي او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي. د استاد مړی د قانوني کارروايۍ لپاره نږدې روغتون ته وړل شوی دی.

 

بلخوا، د سیمي خلکو پر دې پېښه سختې اندېښنې څرګندې کړې او غوښتنه یې کړې ده چې عاملین دې زر تر زره ونیول شي او قانوني سزا دې ورکړل شي.