کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د سیاحت ادارې او راډیو پاکستان کوټې د صوبې د سیاحتي، تاریخي او کلتوري ځایونو د معرفۍ لپاره د ډیجیټل رسنیو یو پروګرام جوړ کړی دی.

 

د سپټمبر پر ۲۵مه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کي د ټولنیزو رسنیو فعالانو او د ویډیو او نورو ډیجیټل موادو جوړوونکو ته د بلوچستان د تاریخي ځایونو، کلتوري سیمو او سیاحتي امکاناتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

 

چارواکي وايي، هڅه کوي چې د بلوچستان تاریخي ودانۍ، لرغوني ځایونه، دودونه او سیاحتي سیمې د ویډیوګانو، عکسونو او ټولنیزو رسنیو له لارې په پاکستان او له هېواده بهر خلکو ته وروپېژني.

 

بلوچستان د لرغونو اثارو، بلوڅي او پښتني کلتور او ګڼو طبیعي سیاحتي سیمو کور دی، خو د صوبې ډېر تاریخي او سیاحتي ځایونه لا هم له بلوچستانه بهر لږ پېژندل شوي دي.