د افغان د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا ،د ۲۰۲۶ کال، د ازادۍ نړیوالې جایزې ګټونکی اعلان شوی، هغه جایزه چې هر کال د فرانسې د نورماندي سیمي له لوري هغو ځوانانو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او پوهاوي په برخه کې یې اغېزناک کارونه ترسره کړي وي.

 

د دې جایزې تنظیموونکو ویلي، سږکال په دې سیالۍ کې د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه له ۱۸ زرو زیاتو ځوانانو برخه اخیستې وه، او ګټونکی د ځوانانو د پراخو رایو له لارې ټاکل شوی دی.

 

مطیع‌الله ویسا د “قلم لار” بنسټ اېښودونکی دی، چې په افغانستان کې د زده‌کړو د عامولو او پوهاوي د خپرولو لپاره کار کوي. نوموړي له ځوانۍ راهیسي، شاوخوا ۱۷ کلنۍ کې، د تعلیم د ودې لپاره خپلې هڅې پېل کړې او له هغه راهیسي یې په ځانګړي ډول لېرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو د ملاتړ لپاره کار کړی دی.

 

 

 

 

د ویسا د فعالیتونو تمرکز یوازې پر ښوونځیو جوړولو نه دی، بلکې هغه د ټولنیز پوهاوي د لوړولو او د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هم کمپاینونه کړي دي. د هغه د هڅو له امله ګڼې کورنۍ هڅول شوې چې خپلې لوڼې زده‌کړو ته واستوي.

 

مطیع‌الله ویسا په خپل فعالیتي ژوند کې له امنیتي او سیاسي ستونزو سره هم مخ شوی دی. هغه څو ځلې د طالبانو له لوري نیول شوی او د میاشتو لپاره بندي ساتل شوی دی. د طالبانو حکومت پر هغه تور پورې کړی و چې د دوي د تګلارو خلاف فعالیتونه کوي.

 

د هغه نیول په کور دننه او نړیواله کچه د بشري حقونو د سازمانونو له لوري غندل شوي وو او د خوشې کېدو غوښتنې یې شوې وې.

شنونکي وايي، د ویسا په څېر د ځوانانو نړیواله ستاینه کولی شي په افغانستان کې د تعلیم او ټولنیز بدلون لپاره هڅې نورې هم پیاوړې کړي.