د سوات د سیند پر غاړه یو شمېر سپین ږیري او ځوانان د زمرد په لټه کې هره ورځ ساعتونه تېروي. دوی د زمرد له کانونو څخه راوتلې مټه، شګه او کاڼي په پیسو اخلي او بیا یې د سیند غاړې ته راوړي، څو ترې د زمرد یوه وړه ټوټه پیدا کړي. که زمرد ومومي، د ورځې د مزدورۍ تمه یې پوره کېږي، خو که څه لاس ته ور نه شي، ټوله ورځنۍ خواري یې بې پایلې پاتې کېږي. دوی وايي، کار که هر څومره سخت وي، خو د محدودو روزګاري فرصتونو له امله یې د عاید لپاره دوام ورکوي.


عصمت علي اخون