واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په سهار په خپله ټولنیزه پاڼه یوه نقشه خپره کړې چې د هرمز تنګی پکي د «ټرمپ تنګي» په نوم ښودل شوی دی. اسوشیټېډ پرېس وايي، دا د ایران د نوي اووه ورځني وړاندیز له وړاندې کېدو وروسته د ټرمپ لومړنی علني غبرګون و.

 

ټرمپ وروسته په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل چې ایران یو وړاندیز کړی و، خو ده رد کړی دی. تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې ټرمپ د ایران د وړاندیز په عملي کېدو شک لري.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران امریکا ته داسې اووه ورځنی پلان وړاندې کړی چې له مخې به یې، که واشنګټن ټاکلي شرطونه ومني، ایران هرمز تنګی بېرته د عادي سمندري تګ راتګ لپاره پرانیزي او له امریکا سره به اټومي خبرې بیا پیل کړي.

 

د ایران په شرطونو کي د ایراني بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، د ایران د کنګل شویو پیسو خوشې کول، د تېلو پر پلور د ځینو بندیزونو لېرې کول او د لبنان په ګډون د جګړې پر بېلابېلو جبهو د نښتو درول شامل دي.

 

خو یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې تهران، حتی که امریکا دغه پلان ومني، د خپل اټومي پروګرام په اړه د یورانیمو د غني کولو د حق په ګډون امتیاز ورکولو ته تیار نه دی.

 

د ټرمپ له خوا په نقشه کي د «ټرمپ تنګي» نوم لیکل د هرمز تنګي رسمي نوم یا نړیوال حقوقي حیثیت نه بدلوي. ټرمپ د سپټمبر پر دویمه هم په یوه ټولنیز پیغام کي د هرمز تنګي د نوم د بدلولو خبره کړې وه.