هنګو (شال نیوز) : د هنګو پولیس وايي، د ټل تاڼې په حدودو کي د دوو ورځو راهیسې د ورک لس کلن ماشوم سلیمان مړی د اوبو له یوه ډنډه موندل شوی دی.
د ټل تاڼې مشر نبي خان ویلي، سلیمان د حکمان الله زوی و او دوه ورځې وړاندې له کوره وتلی و، خو بېرته نه و ستون شوی. د هغه کورنۍ وروسته په ټل تاڼه کي د ورکېدو راپور ثبت کړی و.
پولیس وايي، د هنګو د پولیسو مشر طارق حبیب خان په لارښوونه د ټل د ډي اېس پي امجد خان په مشرۍ د ماشوم د موندلو لپاره لټون پیل شوی و.
د پولیسو په وینا، د لټون پر مهال د ماشوم مړی د شډال الګډه په سیمه کي د اوبو له یوه ډنډه وموندل شو او د طبي معاینې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
پولیس وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې ماشوم څنګه مړ شوی دی. د مړینې د علت په اړه به د پوسټ مارټم او طبي معاینې له راپور وروسته معلومات روښانه شي. پولیسو د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه ثبت کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.


شال نیوز