کوټه (شال نیوز) : پاکستان کسان اتحاد له کوټې اسلام‌ اباد ته روان احتجاجي مارچ وروسته له هغې ځنډولی چې د بلوچستان حکومت ورسره خبرې وکړې او د بزګرانو د غوښتنو د حل ډاډ یې ورکړ.

 

دغه مارچ د جمعې، د سپتمبر ۲۵مې پر ماسپښین شاوخوا درې بجې له کوټې پریس کلب څخه پېل شوی و. د کسان اتحاد مشر خالد حسین باټ ویلي، کاروان د اسلام‌ اباد پر لور روان و، خو زیارت ته له رسېدو مخکې د بلوچستان حکومت ورسره اړیکه ونیوله او د امنیتي حالاتو له امله یې ترې د مارچ د ځنډولو غوښتنه وکړه.

 

خالد حسین باټ ویلي، حکومتي چارواکو ورته وویل چې په سیمه کې د وسله‌والو پر ضد امنیتي عملیات روان دي او لاره تړل شوې ده. د هغه په وینا، کسان اتحاد د حکومت غوښتنه ومنله، مارچ یې وځنډاوه او ګډونوال بېرته کوټې ته ستانه شول.

 

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي ویلي، د صوبايي وزیر علي مدد جټک په مشرۍ یوه حکومتي پلاوي د کسان اتحاد له مشر خالد حسین باټ سره خبرې کړې دي. د بلوچستان اسمبلۍ غړي میر جهانزېب مینګل هم په دغو خبرو کې ګډون کړی و.

 

بابر یوسفزي ویلي، حکومتي پلاوي د بزګرانو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د غوښتنو د حل لپاره به ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، د هېواد روانو حالاتو او امنیتي وضعیت ته په کتو کسان اتحاد د اسلام‌اباد مارچ او پرلت ځنډولی دی.

 

کسان اتحاد د غنمو د اخیستلو لپاره د حکومتي تګلارې، د کرنیزو لګښتونو د کمولو، د ډیزلو، سرې، کرنیزو درملو او برېښنا د بیو په ګډون د یو شمېر مسلو د حل غوښتنه کوي. د بزګرانو مشران وايي، د کرنې لګښتونه لوړ شوي او حکومت باید د غنمو د راتلونکي فصل له کرلو مخکې د اخیستلو او بیې په اړه روښانه تګلاره اعلان کړي.

 

کسان اتحاد د ګني لپاره هم د هر ۴۰ کیلوګرامه لږ تر لږه ۶۵۰ روپۍ بیه غواړي او وايي، بزګرانو ته دې د کرنې لپاره په ډیزلو او نورو لګښتونو کې اسانتیاوې ورکړل شي.

 

خو د کسان اتحاد ټولې ډلې په دغه مارچ کې شاملې نه وې. د کسان اتحاد د یوې بلې ډلې مشر ملک خالد کھوکر ویلي چې د دوی سازمان او د بلوچستان ځايي بزګریزو تنظیمونو له دغه مارچ سره تړاو نه درلود.

 

خالد حسین باټ ویلي، احتجاج ختم شوی نه دی او اسلام‌اباد ته د مارچ نوې نېټه به وروسته اعلان کړي.

د بلوچستان حکومت وايي، د بزګرانو د غوښتنو د حل لپاره به له کسان اتحاد سره خبرې روانې ساتي.