د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ،د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه، اعلان کړی چې په پېښور کې به د امریکي قونسلګري په پړاونو کې وتړل شي، او د خېبر پښتونخوا سره به سفارتي اړيکي له دې وروسته په اسلام‌اباد کې د امريکي سفارت د لارې پر مخ وړل کېږي.

 

وزارت ويلي دي چې دا پرېکړه د سفارتي عملې د خونديتوب او د وسايلو د غوره استعمال لپاره شوې ده.

 

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې که څه هم په پېښور کې د دوي موجودګي بدلېږي، خو په پاکستان کې د ادارې پاليسۍ لومړيتوبونه پر خپل ځای دي. چارواکي وايي چې د خېبر پښتونخوا سره به اړيکې روانې ساتل کېږي، څو اقتصادي همکاري پياوړې شي، سيمه ييز امن ته وده ورکړل شي او د امريکې ګټې خوندي وساتل شي.

 

په بيان کې راغلي، چې په اسلام‌اباد کې د سفارتخانې تر څنګ، په لاهور او کراچۍ کې به د امريکې قونسلګرۍ هم خپلې ذمه وارۍ دوامدارې ساتي.