کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ ښار په څنډه کې د غورزندي دلن په غرنۍ سیمه کې د ګیس په یوه پایپ لاین کې چاودنه شوې، چې له امله یې نږدې سیمو ته د ګیس رسونه بنده شوې ده.
پولیس وايي، د چاودنې غږ تر لرې سیمو اورېدل شوی او له پېښې وروسته له پایپ څخه د ګیس د وتلو غږ هم اورېدل کېده. د سیمې اوسېدونکي وايي، له چاودنې وروسته په شاوخوا سیمو کې د ګیس بوی خپور شوی دی.
پولیس وايي، د چاودنې د علت په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې پایپ لاین د تخنیکي ستونزې له امله چاودېدلی او که بل لامل لري. تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.


علي افضل افضال