هنګو (شال نیوز) : د هنګو په ډسټرکټ جیل کې د قتل په تور بندي ۳۰ کلن حسیب الله د بند پر مهال قران کریم حفظ کړی او د جیل چارواکو ورته د دستاربندۍ مراسم کړي دي.

 

د جیل چارواکي وايي، حسیب الله قران کریم د بند پر مهال حفظ کړی او د دې په مناسبت د جیل په جومات کې مراسم جوړ شوي وو.

 

په مراسمو کې د جیل سپرنټنډنټ طاهر جمال، مولانا تحسین الله او مولانا ضیاءالرحمان ګډون کړی و او حسیب الله ته یې پګړۍ ور پر سر کړه.

 

د جیل سپرنټنډنټ طاهر جمال ویلي، بندیانو ته هره اوونۍ دیني عالمان درسونه ورکوي. د هغه په وینا، موخه دا ده چې بندیان له جرمونو لرې او د خپل ژوند د سمون لپاره وهڅول شي.

 

طاهر جمال ویلي، حسیب الله د بند موده د قران کریم په حفظ کولو تېره کړې او د هغه په وینا، دا کار د نورو بندیانو لپاره هم د هڅونې بېلګه کېدی شي.

 

حسیب الله د قتل په تور په جیل کې بندي دی، خو په ورکړل شویو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې د هغه قضیه په کوم پړاو کې ده او عدالت پرې وروستۍ پرېکړه کړې که نه.