د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ،د مې په ۵مه، اعلان کړی چې د ایران پر ضد پوځي عملیات خپل هدف ته رسېدلي او رسمي جګړه پای ته رسېدلې ده، خو نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی تمرکز د هرمز تنګي د امنیت او د نړیوالو کښتیو د خوندي تګ راتګ پر ساتنه دی.
هغه ویلي چې د «اپریشن ایپک فیوري» تر پای وروسته امریکا یو محدود ماموریت ته اوښتې، چې هدف یې مستقیمه جګړه نه، بلکې ثبات دی، سره له دې چې لا هم په سیمه کې تاوتریخوالی لیدل کېږي.
تهران بیا د جګړې د پای اعلان ته د شک په سترګه ګوري او امریکا تورنوي چې د اوربند شرایط یې مات کړي دي. ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د سیمي امنیت باید د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته تنظیم شي او خبرداری ورکوي چې که فشار دوام وکړي، نو دوي به خپل ځوابي اقداماتو ته دوام ورکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره مهمې خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې ، د اپرېل په میاشت کې، ترسره شوې، خو د اوږدو مذاکراتو باوجود کومه وروستۍ موافقه ونه شوه. دغه خبرې چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې وې، د هرمز تنګي کنټرول او د ایران اټومي پروګرام پر سر د اختلافاتو له امله ناکامې شوې.
په همدې حال کې، د هرمز تنګی ،چې د نړۍ د تېلو یوه مهمه لاره ده، لا هم د کړکېچ مرکز دی. ایران د دې لارې پر کنټرول ټینګار کوي، خو امریکا او متحدین یې هڅه کوي چې دا لاره د نړیوالو کښتیو لپاره خلاصه وساتي. د راپورونو له مخې، د دې تنګي د شخړې له امله لسګونه کښتۍ بندې پاتې دي او نړیوال اقتصاد اغېزمن شوی دی.
انساني زیانونه هم درانه دي. راپورونه ښيي چې په دې جګړه کې د ایران په زرګونو سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې د امریکا او متحدینو، په ځانګړي ډول اسراییل، هم د توغندیزو او ډرون بریدونو له امله تلفات ګاللي دي. یوازې د هرمز په کړکېچ کې لږ تر لږه لس ملکي سمندري کارکوونکي وژل شوي دي، او زرګونه نور لا هم بند پاتې دي.
کارپوهان وایي، که څه هم جګړه په رسمي ډول پای ته رسېدلې، خو د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ ژور اختلافات، ناکامې خبرې او دوامداره امنیتي پېښې ښيي چې دا کړکېچ لا هم د بشپړې سولې څخه لرې دی.

شال نیوز