نیویارک (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، که هند پاکستان ته ورتلونکې اوبه بندې، کمې یا بلې خوا ته واړوي، اسلام‌ اباد به یې «د جګړې اقدام» وبولي.

 

شهباز شریف د سپتمبر پر ۲۵مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل، هند باید په دې اړه «هېڅ غلط فهمي ونه لري» او پاکستان به د سند او ورسره تړلو سیندونو پر اوبو د خپلو حقونو دفاع کوي. هغه وویل، د سند د اوبو تړون لا هم پر خپل ځای دی او هند یې په یو اړخیز ډول نه شي ځنډولی.

 

هند د ۲۰۲۵م کال په اپرېل کې د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام کې له برید وروسته د سند د اوبو تړون وځنډاوه. نوي ډیلي پاکستان د دغه برید په تړاو تورن کړی و، خو اسلام‌ اباد دا تور رد کړی دی.

 

د سند د اوبو تړون په ۱۹۶۰م کال کې د پاکستان او هند ترمنځ د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و. دغه تړون د سند او ورسره تړلو سیندونو د اوبو د کارولو حقونه د دواړو هېوادونو ترمنځ تنظیموي.

 

شهباز شریف په خپله وینا کې د منځني ختیځ جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، هرمز او باب‌ المندب باید د نړیوال تجارت لپاره پرانیستي پاتې شي.

 

هغه پر سعودي عرب د حوثیانو بریدونه وغندل او ویې ویل، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید خبرې روانې وساتل شي.